Banner

غزل: استاد اجمل ښکلی

28.05.2010 13:29

برخمن چې دې له خولې شوم، لېونی شوم
اوس خاوند د پېمانې شوم، لېونی شوم
ما په مينه کې دي دوه بېلاته کړي
نه د ځان، نه د هغې شوم، لېونی شوم
دا منم چې مې له زړه نه وايستله
خو په زړه زرې زرې شوم، لېونی شوم
ته وا پاس سپوږمۍ زما غېږ کې پرته ده
ته وا خان د شېنکۍ شپې شوم، لېونی شوم
چې له زړه مې ستا د مينې لاس ختلی
يو بې درد د زمانې شوم، لېونی شوم
چې مې خيال لفظونه ستا ښايست ته ورکړل
زه شاعر د زمانې شوم، لېونی شوم
ستا اجمل د پرهرونو کور کې اوسم
چې تغمې شومه، نغمې شوم، لېونی شوم.

ډاکټر قیض الله ثاقب 29.05.2010 11:10

اجمل صاحب قلم مو تاند اوسه.
د شعر ټول بیتونه ښکلی دی.
ورور مو درته لاندې څو بیتونه ډالۍ کوی.
سړیتوب چې لوړ اوچت شی لېونتوب شی
چې خودی له خوده ووځی نو خومار شی
چې آدم خاورو کې کېنی څه زرغون که
منجیله چې په دولت شی نو ښامار شی
ماته حورې غلمان مه څنډه نور بس ده
په والله که بې له تا مې په چا کار شی
ساز جړا ده که مستی ده نه پوهېږم
هر آواز کله شی سوز کله چغار شی
په مینه.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.